د طالبانو د نورستان د کانونو او پټرولیم ریاست د دې ولایت د دواب ولسوالۍ له کانونو څخه د استخراج شویو قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو په ارزښت ۵۲ میلیونه او ۶۲۰ زره افغانۍ پلور وکړ.
سید رحیم عمیر، د طالبانو د نورستان د کانونو او پټرولیم رییس، ویلي چې دا ډبرې شنبې، د غویي ۲۶ مه د دواب ولسوالۍ په یوه «آزاده مناقصه» کې د کورنیو او بهرنیو سوداګرو تر منځ وپلورل شوې.
هغه زیاته کړه چې دې ډبرو کې بیروج، کونزایټ او مارګنیټ ډبرې شاملې وې او د دواب ولسوالۍ د «ماوې» کان څخه استخراج شوې وې.
که څه هم هغه د دې ډبرو د وزن کچه مشخصه نه کړه، خو ویې ویل چې د پلور له عوایدو څخه پنځه میلیونه او ۲۲۶ زره افغانۍ د طالبانو ته خزانې کې جمع شوي دي.
طالبان د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور له عوایدو ۱۰٪ د مالیې په توګه د استخراج کونکو شرکتونو څخه اخلي.
طالبانو پر افغانستان د بیا واکمنېدو وروسته د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د استخراج او د دغو ډبرو د پلور بهیر په بېلابېلو برخو کې ګړندی کړی دی.
خو د طالبانو مخالفین دا اقدامات د «کانونو غلا» بولي او څو ځله یې یادونه کړې چې حکومتونه او نړیوال شرکتونه باید د طالبانو د غیرشفافو تړونونو شریکان نه شي.
لیکوال:سلیمه آریایي








