د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) اعلان کړی چې د دغه هېواد ځواکونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر پر ایران د پوځي اهدافو پر ضد د بریدونو نوی پړاو بشپړ کړی دی. د سنټکام په وینا، په دغو بریدونو کې د ایران په بېلابېلو سیمو کې د پېژندنې مرکزونه، مخابراتي سیستمونه او د هوايي دفاع تاسیسات په نښه شوي دي.
سنټکام د ایران پر وخت د پنجشنبې په سهار، د غبرګولي ۲۱مه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا عملیات چې له نیمې شپې پیل شوي وو، پای ته رسېدلي دي. په اعلامیه کې راغلي چې بریدونه د امریکا د ولسمشر په امر ترسره شوي او د ایران په بېلابېلو سیمو کې ګڼ پوځي اهداف په نښه شوي دي.
د اعلامیې له مخې، په دې عملیاتو کې د امریکا د سمندري ځواکونو، هوايي ځواک او بحري ځواک وړتیاوې کارول شوي او د ټاکل شویو اهدافو پر ضد دقیق هدایت کېدونکي مهمات استعمال شوي دي. واشنګټن دغه اهداف په سیمهییزو اوبو کې د امریکايي ځواکونو او نړیوالو سوداګریزو بېړیو لپاره ګواښ بللی دی.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ دغه عملیات «تکمیلي دفاعي بریدونه» بللي او ویلي یې دي چې دا اقدام د هغه څه په ځواب کې ترسره شوی چې «د ایران دوامدار اقدامات» بلل شوي دي.
سنټکام د چهارشنبې په ماښام، د غبرګولي ۲۰مه، هم اعلان کړی و چې امریکايي ځواکونو د امریکا د ختیځ وخت له مخې د مازیګر په ۵:۱۵ بجو پر ایران د څو اهدافو پر ضد نور بریدونه پیل کړي دي. د امریکا پوځ ټینګار کړی و چې دا عملیات د هغه څه په غبرګون کې ترسره کېږي چې «د ایران دوامدار اقدامات» بلل شوي دي.
په همدې مهال، ایراني رسنیو په ځینو سیمو کې د چاودنو د غږونو د اورېدو خبر ورکړی دی. د فارس خلیج د صدا او سیما خبري اژانس راپور ورکړی چې د بندرعباس په ښار کې د چاودنې غږ اورېدل شوی دی.
همدارنګه، د میناب ولسوالۍ د کرګان بندر په سیمه کې د څو چاودنو د اورېدو راپورونه هم خپاره شوي دي. د هرمزګان ولایت د والي دفتر یوې سرچینې ویلي چې په قشم او هنگام ټاپوګانو کې هم چاودنې شوي دي، چې د نوموړي په وینا پوځي ماهیت یې درلود.
د عملیاتو له پیل څخه څو ساعته مخکې، د امریکا د دفاع وزیر، پېټ هېګسېت، خبریالانو ته ویلي وو چې راتلونکي بریدونه به «ځواکمن او څرګند» وي او د امریکا مرکزي قوماندانۍ به یې په پلي کولو کې مهم رول ولري.
هغه زیاته کړې وه چې امریکا به د ایران له اسلامي جمهوریت سره تړلي مهم تاسیسات په نښه کړي او دا عملیات ښايي د ایران پوځي وړتیاوو ته د پام وړ زیان ورسوي. هېګسېت ویلي وو چې دغه بریدونه د واشنګټن د دپلوماټیک دریځ د ملاتړ او د امریکا د پوځي ګټو د پیاوړتیا لپاره ترسره کېږي.
د امریکا د دفاع وزیر دا هم ویلي وو چې د ټرمپ د ادارې د مذاکره کوونکو پلاوی لا هم له ایران سره د یوه پراخ توافق د ترلاسه کولو لپاره چمتو دی.
په همدې حال کې، د فاکس نیوز خبریال راپور ورکړی چې ډونالډ ټرمپ په یوه ټیلیفوني اړیکه کې ویلي، امریکا په دې عملیاتو کې د ایران پر اهدافو ۴۹ توماهاوک توغندي توغولي او ورسره امریکايي جنګي الوتکو هم څو هوايي بریدونه ترسره کړي دي.
د راپور له مخې، ټرمپ ویلي چې بمبارۍ به ژر ودرول شي، خو که د تهران او واشنګټن ترمنځ په خبرو اترو کې پرمختګ رامنځته نه شي، نو په راتلونکو ورځو کې د بریدونو د دوام احتمال شته.
لیکواله:سلیمه آریایي








