متحده عربي اماراتو له لوري د ایران اړوند بالسټیک توغندیو د شنډولو له اعلان وروسته، له دې هېواد سره یې ټولې مالي او سوداګریزې راکړې ورکړې تر بلې خبرتیا پورې درولې دي. ایران د دغو توغندیو د توغولو مسؤلیت نه دی منلی.
د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت، چهارشنبې د زمري په ۲۸مه، په یوه اعلامیه کې وویل چې له ایران سره ټولې سوداګریزې راکړې ورکړې او مالي معاملې درول شوي دي.
د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو اړیکو د ادارې مشرې، عفرا حمیلي، وویل چې د هغې په وینا، د هغو ترینګلتیاوو د زیاتېدو له امله چې سیمهییزه او نړیواله سوله او امنیت کمزوري کوي، له ایران سره سوداګریزې راکړې ورکړې او مالي معاملات تر بلې خبرتیا پورې درول شوي دي.
خو حمیلي دغه پرېکړه دایمي ونه بلله او ټینګار یې وکړ چې متحده عربي امارات لا هم «خبرو اترو، همکارۍ او سیمهییزې همغږۍ» ته د سیمې د سولې، ثبات او هوساینې د ټینګښت لپاره د اساسي وسیلو په توګه ژمن دی.
دا پرېکړه وروسته له هغې اعلان شوه چې د متحده عربي اماراتو دفاع وزارت تېره شپه وویل، د ایران له لوري توغول شوي دوه بالسټیک توغندي یې شنډ کړي دي؛ د اماراتي چارواکو په وینا، دغه توغندي د دغه هېواد حریم ته داخل شوي وو.
خو ایران د دغه برید مسؤلیت نه دی منلی او د متحده عربي اماراتو ادعا یې «بېاساسه تور» بللی دی. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقايي، په یوه اعلامیه کې وویل چې د متحده عربي اماراتو دریځ د حسن ګاونډیتوب له اصل سره سمون نه لري او په سیمه کې د باور د پیاوړتیا او د ناامنۍ د زیاتېدو د مخنیوي روانې هڅې کمزورې کوي.
بقايي د متحده عربي اماراتو له لوري مطرح شوي تورونه هم «بېاساسه» وبلل او ټینګار یې وکړ چې تهران دغه ادعاوې ردوي.
په وروستیو اوونیو کې، په داسې حال کې چې د ایران پر وړاندې د امریکا بریدونه درول شوي وو، د امریکا د پوځي اډو د کوربه عربي هېوادونو پر خاوره د ایران توغندیز او بېپیلوټه الوتکو بریدونه هم درېدلي وو.
د متحده عربي اماراتو او ایران ترمنځ د سوداګریزو او مالي راکړو ورکړو درول ښايي د دواړو هېوادونو پر اقتصادي اړیکو اغېز وکړي. خو د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې دا پرېکړه تر بلې خبرتیا پورې ده او ابوظبي لا هم له سیمهییزو خبرو اترو او همکارۍ ملاتړ کوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








