TOOSnews
اعلان
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازي په بلخ کې د مولانا له زېږنځای څخه لیدنه وکړه.
کلتور او هنرټوس نیوز

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازي په بلخ کې د مولانا له زېږنځای څخه لیدنه وکړه.

۲۸ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازي، تورهان صالح، د هېواد شمال ته د خپل سفر په ترڅ کې د بلخ ولایت د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي له زېږنځای څخه لیدنه کړې ده.

هغه په بلخ کې د مولانا په خانقاه کې د خپل حضور انځورونه خپاره کړي او لیکلي یې دي: «د تاریخي بلخ په ښار کې د مولانا جلال‌الدین بلخي له زېږنځای څخه د لیدنې یوه ځانګړې شېبه؛ هغه ځای چې د نوموړي خبرې لا هم د بېلابېلو کلتورونو او نسلونو خلک هڅوي.»

د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي د پلار خانقاه، چې د دغه فارسي ژبي شاعر او عارف د زېږنځای په توګه پېژندل کېږي، د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار په شاوخوا ۲۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري.

دغه خانقاه د بلخ ولایت له مهمو تاریخي او فرهنګي ځایونو څخه ګڼل کېږي، خو په وروستیو کلونو کې د پاملرنې او ساتنې د کمښت له امله د زړېدو او نړېدو له ګواښ سره مخ شوې ده.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تېر کال په وروستیو کې اعلان کړی و چې ترکیه به د دغه تاریخي ځای او په بلخ کې د یو شمېر نورو فرهنګي ودانیو د بیارغونې چارې پر غاړه واخلي. د دې بیارغونې پروګرام د پرمختګ په اړه تر اوسه تازه جزئیات نه دي خپاره شوي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.