TOOSnews
اعلان
امریکا د «وخت کپسول» د ۲۵۰ کلونو وروسته د پرانستلو لپاره خاورو ته وسپاره.
نړۍټوس نیوز

امریکا د «وخت کپسول» د ۲۵۰ کلونو وروسته د پرانستلو لپاره خاورو ته وسپاره.

۱۵ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د متحده ايالتونو د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کليزې د لمانځغونډو له ترسره کېدو سره هم مهاله، د فیلادلفیا په ښار کې يو د وخت کپسول تر ځمکې لاندې ښخ شو، څو ۲۵۰ کاله وروسته، يعنې په ۲۲۷۶ ميلادي کال کې او د دې هېواد د خپلواکۍ د ۵۰۰مې کليزې پر مهال، بېرته پرانيستل شي. دا پروژه د «امريکا ۲۵۰» د لمانځغونډې د ادارې له خوا پلي شوې ده.

د دې پروژې مسوولان وايي، د وخت د کپسول د ښخولو موخه دا ده چې د امريکا د ژوند، کلتور، ټکنالوژۍ او ټولنيزو ارزښتونو انځور راتلونکو نسلونو ته ولېږدول شي. د دوی په وينا، دا ټولګه به د يوويشتمې پېړۍ د امريکايانو د ژوند بڼه د راتلونکو نسلونو لپاره خوندي وساتي.

د «امريکا ۲۵۰» د پروګرام مسوول، رجينالډ براون، د کپسول د ښخولو په مراسمو کې وويل، دا پروژه د ننني نسل له لوري راتلونکو نسلونو ته يو پيغام دی او ښيي چې امريکايان هيله لري هېواد يې په راتلونکو پېړيو کې هم خپل پرمختګ ته دوام ورکړي. هغه دا کار د ځوانانو لپاره هم يو فرصت وباله، څو د خپل هويت، راتلونکي او هغه ميراث په اړه ډېر فکر وکړي چې راتلونکو نسلونو ته يې پرېږدي.

د وخت د کپسول د ښخولو مراسم د «امريکا ۲۵۰» د پروژې د چارواکو په ګډون د فیلادلفیا په تاريخي سيمه کې ترسره شول؛ هغه ځای چې په ۱۷۷۶ ميلادي کال کې د امريکا د خپلواکۍ اعلاميه پکې تصويب شوې وه. دا سيمه د امريکا له مهمو تاريخي سمبولونو څخه شمېرل کېږي.

د مسوولانو په وينا، دا کپسول د ځمکې شاوخوا ۴.۵ متره ژور ښخ شوی او داسې طرحه شوی چې لږ تر لږه ۲۵۰ کاله به يې منځپانګه د رطوبت، د تودوخې د بدلونونو او د وخت له اغېزو خوندي وساتي. د دې کپسول بدنه هم له زنګ نه وهونکي فولادو جوړه شوې ده.

په دې کپسول کې د امريکا له بېلابېلو سيمو څخه نږدې ۲۰۰ توکي او اسناد ايښودل شوي دي. دغه توکي د امريکا د ژوند د بېلابېلو اړخونو د څرګندولو لپاره ټاکل شوي او يوازې سياسي پېښو پورې محدود نه دي، بلکې ټکنالوژي، کلتور، ورزش، نوښت او د خلکو ورځنی ژوند هم انځوروي.

په دې ټولګه کې يو آیفون، د کوکاکولا د څښاک يو بوتل، د امريکايي فوټبال د ليګ يادګاري توکي، د امريکا د اساسي قانون جيبي نسخه چې د سترې محکمې د يو شمېر قاضيانو لاسليکونه پرې شوي، يو کوانټمي چپ، د «رز پريډ» بيرغ او د نيويارک د ټايمز څلورلاري د نوي کال د جشن د مشهورې ښيښې توپ يوه ټوټه هم شامله ده.

د دې پروګرام تنظيموونکو ويلي، دغه توکي په دې موخه غوره شوي چې د امريکايي ټولنې يو هر اړخيز انځور وړاندې کړي، څو راتلونکي نسلونه وکولای شي د ۲۰۲۶ ميلادي کال د امريکايانو د ژوند په اړه روښانه انګېرنه ترلاسه کړي.

سره له دې چې د کپسول تخنيکي جزئيات او د منځپانګې لېست خپور شوی، د پروژې مسوولانو تر اوسه د دې کپسول د جوړولو، تجهيز او ښخولو لګښت نه دی اعلان کړی.

د «امريکا ۲۵۰» پروژه د امريکا د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کليزې د نمانځنې لپاره د ملي پروګرامونو يوه ټولګه ده. د دغو مراسمو تر ټولو ستره برخه په واشنګټن ډي سي کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ګډون ترسره شوه.

د وخت د کپسول ښخول د دې پروګرام له تر ټولو سمبوليکو برخو څخه ګڼل کېږي؛ داسې يو اقدام چې ټاکل شوې د ۲۰۲۶ کال د امريکا او د ۲۲۷۶ ميلادي کال د دې هېواد د اوسېدونکو ترمنځ يو سمبوليک تړاو رامنځته کړي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.