TOOSnews
اعلان
د امريكا او ايران جګړې د تېلو نړيوالې بيې لوړې كړي.
اقتصاديټوس نیوز

د امريكا او ايران جګړې د تېلو نړيوالې بيې لوړې كړي.

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا او ایران ترمنځ د روان پوځي کړکېچ له امله د نړۍ د انرژۍ بازارونه یو ځل بیا تر فشار لاندې راغلي او د خامو تېلو بیې په چټکۍ سره لوړې شوي دي.

د نړیوالو بازارونو د معلوماتو له مخې، د برېنټ خامو تېلو د یوه بېرل بیه له ۹۰ ډالرو لوړه شوې، په داسې حال کې چې د امریکا د WTI خام تېلو بیه هم شاوخوا ۸۴ ډالرو ته رسېدلې ده.

اقتصادي شنونکي خبرداری ورکوي، که د هرمز تنګی د اوږدې مودې لپاره وتړل شي یا په سیمه کې کړکېچ نور هم پراخ شي، د خامو تېلو بیه ښايي تر ۱۵۰ ډالرو پورې لوړې شي.

دوی زیاتوي، د انرژۍ د بیو دوامداره لوړېدل به په نړیواله کچه انفلاسیون زیات کړي او دا احتمال هم شته چې د امریکا مرکزي بانک د انفلاسیون د کنټرول لپاره د سود کچه لوړه وساتي یا یې نوره هم زیاته کړي.

نویسنده:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.