د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې اعلان کړی چې د سوداګرو، صادرونکو او د خصوصي سکتور د استازو یو ۱۰۰ کسیز پلاوی د شنبې په ورځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په موخه ازبیکستان ته سفر وکړ.
د یادې خونې په وینا، دغه پلاوی د آرین زلګي عظیمي په مشرۍ د ازبیکستان نقققمنګان ښار ته تللی دی.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د ګډو پانګونو فرصتونو ارزونه، او د خصوصي سکتور ترمنځ د صادراتو او وارداتو زیاتوالی د دې سفر اساسي موخې بلل شوي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې زیاته کړې چې د پلاوي غړي به د دې سفر پر مهال د ازبیکستان له چارواکو او سوداګرو سره لیدنې او خبرې اترې وکړي.
دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د طالبانو او د منځنۍ اسیا هېوادونو، په ځانګړي ډول ازبیکستان، ترمنځ سوداګریزې اړیکې پراخې شوې دي.
له بلې خوا، له پاکستان سره د سرحدي ستونزو او محدودیتونو له امله د سوداګرۍ د کمېدو په ترڅ کې طالبانو هڅه کړې چې له شمالي هېوادونو سره خپلې اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي.
لیکواله:سلیمه آریايي








