TOOSnews
اعلان
د افغانستان د سوداګرۍ خونه؛ زرګونه کانټینرونه د افغانستان توکي په بند پاتې دي.
اقتصاديټوس نیوز

د افغانستان د سوداګرۍ خونه؛ زرګونه کانټینرونه د افغانستان توکي په بند پاتې دي.

۲۰ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رسنیو ته ویلي دي، چې د منځني ختیځ وروستي تاوتریخوالي د افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیټ پر بهیر هم اغېز کړی دی، او اوس مهال د دې هېواد شاوخوا ۲۵۰۰ تر ۳۰۰۰ کانټینر توکي، چې پکې د تولیدي فابریکو خام مواد هم شامل دي، په جبل علي بندر کې پاتې دي. د دې بنسټ د ویلو پر بنسټ، د متحده عربي اماراتو چارواکي اجازه نه ورکوي، چې دغه محموله د ایران له لارې بار او ولېږدول شي.

خان‌جان الکوزي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، ویلي دي: «اوس مهال په جبل علي بندر کې شاوخوا ۲۵۰۰ تر ۳۰۰۰ کانټینر بند پاتې دي او امر شوی چې دا بارونه دې نه بارګیري کېږي. وضعیت اندېښمنونکی دی او توکي هلته پاتې دي. مخکې له دې ځینې کسان د غیر رسمي لارو او کوچنیو بېړیو له لارې خپل توکي لېږدوي، خو اوس زیاتره محموله بند پاتې شوې او اجازه نه ورکول کېږي.»

په داسې حال کې چې د ایران او متحده عربي اماراتو تر منځ په هرمز ټاپو سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی، د افغانستان سوداګرو اندېښنې هم لوړې شوي دي. د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې اماراتي چارواکو افغان سوداګرو ته خبرداری ورکړی، چې د ایران له لارې د ترانزیټي توکو انتقال ونه کړي.

د دې بنسټ د معلوماتو له مخې، یو شمېر سوداګر د خپلو توکو د بندېدو او درنو جریمو سره مخ شوي دي، او ځینې بیا د لوړو لګښتونو په ورکولو سره خپل توکي د نورو لارو له لارې مالیزیا، اندونیزیا او هندوستان ته لېږدول شوي دي.

یو شمېر اقتصادي پوهان وايي، چې په سیمه کې روان تاوتریخوالی او همدارنګه د طالبانو او پاکستان تر منځ ستونزې د افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیټ په بهیر جدي اغېز کړی دی. د دوی په باور، دا وضعیت د افغانستان پر بهرنۍ سوداګرۍ اقتصادي فشار زیات کړی دی.

ځینې ښاریان وايي، چې د سوداګریزو لارو د بندېدو یا محدودېدو له امله په کورني بازارونو کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوي دي او دغه لګښت د خلکو پر اوږو دی. دوی د بازار د نوساناتو او د ځینو توکو د کمښت له امله اندېښنه لري.

د اقتصادي کارپوهانو په خبره، د پاکستان کراچۍ او واګه بندرونه، د ایران چابهار او بندرعباس بندرونه، او د متحده عربي اماراتو جبل علي بندر د افغانستان د ترانزیټ مهم لارې وې، خو اوس مهال دغه لارې د سیمې د تاوتریخوالي او ناامنیو له امله په جدي محدودیتونو سره مخ دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه اعلان کړی، چې په روانو شرایطو کې، سوداګر هڅه کوي اړین توکي د شمالي لارو او د منځنۍ اسیا د هېوادونو له لارې افغانستان ته وارد کړي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.