د افغانستان د تېر جمهوري نظام د بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر د جرمونو له نړیوالې محکمې او د بشري حقونو له نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې په افغانستان کې د پاکستان د پوځ د ادعا شويو جنګي جنایتونو په اړه بېړنۍ او خپلواکې څېړنې ترسره کړي.
اتمر ویلي، هغه څه چې د پاکستان د پوځ له لوري په افغانستان کې ترسره شوي، باید د نړیوالو قوانینو له مخې وڅېړل شي او عاملین یې حساب ورکړي. نوموړي همداراز پر نړیوالو ادارو غږ کړی، چې د بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه واخلي.
لیکوال:سعید سمیر








