په پنجشېر کې د تولیدي فابریکو د جوړولو لپاره د سوداګرو ۱۰ میلیونه ډالره پانګونه.
په پنجشېر کې د طالبانو د رسنیو دفتر ویلي، چې یو شمېر سوداګرو په دغه ولایت کې د څښاک اوبو، سیروم او غیرالکولي څښاکو د تولید د فابریکو جوړولو لپاره د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پروژې پیل کړي دي.
د پنجشېر د طالبانو د والي د رسنیو دفتر په هغه خبرپاڼه کې چې د پنجشنبې په ورځ، د زمري په ۲۲مه، خپره شوې، راغلي چې په دغه ولایت کې د تفریحي پارکونو د جوړولو لپاره هم پنځه میلیونه افغانۍ پانګونه شوې ده.
د طالبانو د پنجشېر والي محمدآغا حکیم له یو شمېر سوداګرو سره په لیدنه کې د خصوصي سکتور د ملاتړ په برخه کې د سیمهییزې ادارې پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.
د پنجشېر د طالبانو والي له سوداګرو غوښتي چې له شته فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې، د دغه ولایت په بېلابېلو اقتصادي برخو کې پانګونه وکړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








