یو چینايي سوداګر او پانګوال، ساو جین، د بامیان لپاره د طالبانو له والي ګلحیدر شفق سره په کتنه کې ویلي چې په دغه ولایت کې د کاني محصولاتو د پروسس لپاره د یوې صنعتي فابریکې د جوړولو او د اوسپنې او مسو د استخراج په برخه کې د پانګونې لېوالتیا لري.
د بامیان لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د پنجشنبې په ورځ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو لورو د اوسپنې او مسو د استخراج، پروسس او بازارموندنې په تړاو خبرې کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې، ساو جین ویلي چې له خپل مل پلاوي سره غواړي د بامیان د اقتصادي ظرفیتونو د پیاوړتیا او اقتصادي ودې لپاره د اوسپنې او مسو د استخراج، د کاني محصولاتو د پروسس او بازارموندنې په برخو کې پانګونه وکړي او یوه صنعتي فابریکه هم جوړه کړي.
بل لور ته، د بامیان لپاره د طالبانو والي د دغه چینايي پانګوال له وړاندیز هرکلی کړی او ډاډ یې ورکړی چې په ولایت کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو امنیت خوندي دی او سیمهییزه اداره به د هغو اقتصادي پروژو ملاتړ وکړي چې د خلکو په ګټه وي.
خو په خپره شوې خبرپاڼه کې دا نه دي روښانه شوي چې دغه احتمالي پانګونه به څه وخت پیل شي، د فابریکې د جوړېدو ځای به چېرې وي او د پانګونې ټولیزه کچه به څومره وي.
لیکوال:سعید سمیر








