د هرات والي په ټیلیفوني خبرو کې له خراسان رضوي والي سره د دوه ګاونډیو ولایاتو ترمنځ د ګډې کمیټې اړوند موضوعات وڅېړل. په دې اړیکه کې، دواړو خواوو د توکو د انتقال په بهیر کې د اسانتیاوو د زیاتولو او د تجارتي لارو کې د ترانزیټي ستونزو د حل په اړه بحث او تبادل نظر وکړ او پر دې یې ټینګار وکړ چې د دواړو غاړو مسؤلو ادارو ترمنځ همغږي زیاته شي.
په دې خبرو کې، د هرات والي د سوداګرۍ د لارو شته ستونزو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د ایرانی ټرکونو د تګ راتګ لپاره اسانتیاوې برابرې شوي دي او د توکو د تګ راتګ موانع کمولو لپاره هڅې روانې دي. هغه همدارنګه پر دې ټینګار وکړ چې د ترانزیټ په بهیر کې موجود محدودیتونه باید لرې شي.
د خراسان رضوي والي هم په دې ټیلیفوني اړیکه کې خپل چمتووالی د ترانزیټي ستونزو د حل او د دوغارون او اسلام قلعې له لارې د تجارت د بهیر د ښه کولو لپاره د ګډ کار کولو اعلان وکړ. هغه د مرزي همکاريو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ ترڅو د توکو د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








