د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ایران د چارواکو ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو او د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو په اړه د احتمالي هوکړې له اعلان وروسته، په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې په تېرو درېیو میاشتو کې تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوې دي.
د رویټرز د راپور له مخې، د دغې هوکړې له اعلان سره سم د برینټ خامو تېلو بیه ۴.۳۳ ډالره راکمه شوې او اوس هر بیرل په ۸۳.۰۰ ډالرو پلورل کېږي.
همدارنګه د امریکا د وېسټ ټکساس انټرمیډیټ (WTI) تېلو بیه هم ۴.۵۴ ډالره یا ۵.۳۵ سلنه کمه شوې او ۸۰.۳۴ ډالرو ته راټیټه شوې ده.
راپور زیاتوي چې دا په وروستیو میاشتو کې د تېلو په نړیوالو بیو کې تر ټولو لوی ورځنی کمښت بلل کېږي.
د دغې مسودې له مخې، چې د پاکستان په منځګړیتوب رامنځته شوې، ویل کېږي چې د هرمز تنګی به په راتلونکو ۳۰ ورځو کې د بېړیو پر مخ بېرته پرانیستل شي، او د ۶۰ ورځني اوربند په موده کې به د یوې پراخې او نهایي هوکړې په اړه مذاکرات دوام وکړي.
لیکوال:سعید سمیر








