د جمعې ورځې په راکړه ورکړه کې د نفتو بیې راټیټې شوي؛ د برېنټ تېلو بیه هر بېرل ۸۹.۲۱ ډالرو او د وېسټ ټېکساس انټرمیډیټ خامو تېلو بیه ۸۶.۵۴ ډالرو ته ورسېده. شنونکي وایي چې په فارس خلیج کې د شخړو د پراخېدو په اړه د اندېښنو کمېدل د بیو د راټیټېدو له مهمو لاملونو څخه دي.
دا کمښت په داسې حال کې رامنځته شوی چې تازه راپورونه د تهران او واشنګټن ترمنځ د یوې سیاسي هوکړې د نږدې کېدو خبر ورکوي. د دغو راپورونو خپرېدو د نړیوالو بازارونو هغه اندېښنې تر یوه بریده کمې کړي دي چې د کړکېچ د زیاتېدو او د نفتو پر عرضه د هغې د اغېزو په اړه موجودې وې.
د نفتو بازار په تېرو ورځو کې د بیو د لوړېدو یوه برخه د بحران د پراخېدو او د انرژۍ د لېږد د لارو د احتمالي ګډوډۍ، په ځانګړي ډول د هرمز تنګي له لارې د تېلو د ټانکرونو د تګ راتګ د خنډونو، پر بنسټ محاسبه کړې وه. له همدې امله، د سیاسي خبرو اترو په بهیر کې د پرمختګ هر ډول نښه د سوداګرو له مثبت هرکلي سره مخ شوې ده.
د بازار کارپوهان باور لري چې د جیوپولیټیکي کړکېچونو کمېدل او د دیپلوماټیکو حللارو په اړه د هیلو زیاتېدل د تېلو په بازار کې د «خطر د حقالبیمې» یوه برخه راکمه کړې او پر بیو یې د ښکته کېدو فشار راوستی دی.
سره له دې چې بیې راټیټې شوي دي، د بازار فعالان لا هم د سیمې سیاسي او امنیتي بدلونونه په دقت سره څاري؛ ځکه چې د مذاکراتو په وضعیت یا د فارس خلیج په امنیتي شرایطو کې هر ډول بدلون کولی شي د انرژۍ د بازارونو پر راتلونکي بهیر اغېز ولري.
لیکواله:سلیمه آریایي








