د هرات زعفران، چې د افغانستان د «سرو زرو» په نوم هم یادیږي، سږ کال د تېر کال په پرتله په نړیوالو بازارونو کې لس سلنه زیات پلورل شوي دي. د زعفرانو یو شمېر سوداګرو ویلي، چې د افغان زعفرانو لوړ کیفیت او نړیواله تقاضا د صادراتو د ډېرېدو اصلي لامل دی.
په هرات کې د غوریان، پښتونزرغون، ګذره او انجیل ولسوالیو دښتې د مني په رارسېدو سره د ارغواني ګلانو په رنګ پوښل کېږي.
د زعفرانو کښت په هغو سیمو کې ښه حاصل ورکوي چې وچ او نیمه وچ اقلیم، معتدل ژمی او محدود باران ولري.
د رسمي شمېرو له مخې، په هېواد کې نږدې ۱۲ زره هکټاره ځمکه د زعفرانو تر کر لاندې ده چې له دې ډلې شاوخوا ۱۰ زره او ۵۰۰ هکټاره یې یوازې په هرات کې دي، چې همدې تمرکز هرات د افغانستان د زعفرانو د صنعت مرکز ګرځولی دی.
لیکوال:سعید سمیر








