TOOSnews
اعلان
په كندهار كې ٢۴ د غوړو فابريكې هر كال ۵۰ زره ټنه غوړي توليدوي.
اقتصاديټوس نیوز

په كندهار كې ٢۴ د غوړو فابريكې هر كال ۵۰ زره ټنه غوړي توليدوي.

۱۵ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په کندهار کې د طالبانو تر واک لاندې د کانونو او صنعت خونې مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې دا مهال شاوخوا ۲۴ د خوراکي غوړو د تولید فابریکې فعاله دي.

د یادې ادارې د مسوولینو په وینا، دغه فابریکې هر کال له پنبې دانې څخه نږدې ۵۰ زره ټنه خوراکي غوړي تولیدوي، چې د کورني بازار د اړتیاوو یوه مهمه برخه پوره کوي.

دوی زیاتوي، چې د دغو فابریکو فعالیت د سیمې په اقتصادي وده کې مهم رول لري او ګڼ شمېر کسانو ته یې د کار زمینه هم برابره کړې ده.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.