د طالبانو تر واک لاندې د دولتي شرکتونو لوی ریاست وايي، چې د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په ننګرهار ولایت کې پر ۲۲ زره او ۵۰۰ جریبه ځمکه د مالټو بڼونه جوړ کړي دي.
د یاد ریاست په وینا، دغه بڼونه د کرنې د ودې، د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي او د کارموندنې د فرصتونو د برابرولو په موخه جوړ شوي دي.
چارواکي زیاتوي، چې دا پروژه به د سیمې پر اقتصادي وضعیت مثبت اغېز ولري او د کرنیزو محصولاتو په برخه کې به د ځان بسیاینې لامل شي.
لیکوال:سعید سمیر








