د برېټانیا د «انرژي انسټیټیوټ» د نوي راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د ایران د خامو تېلو او میعاناتو تولید زیات شوی او دغه هېواد لا هم د نړۍ د تېلو د سترو تولیدوونکو په ډله کې خپل ځای ساتلی دی.
د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د ایران د تېلو تولید ۲.۷ سلنه زیات شوی او په ورځ کې ۴ میلیونه او ۴۴۶ زره بېرلو ته رسېدلی دی. دا شمېر د تېر کال په پرتله په ورځ کې د ۱۱۶ زره بېرلو زیاتوالی ښيي.
خپرې شوې شمېرې څرګندوي چې ایران د نړۍ د تېلو په تولید کې د ۵.۲ سلنې ونډې په لرلو سره د نړۍ پنځم لوی د تېلو تولیدوونکی هېواد دی.امریکا، روسیه، سعودي عربستان او کاناډا تر ایرانه مخکې دي.
دا د تولید زیاتوالی په داسې حال کې ثبت شوی چې د امریکا حکومت د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په دویمه دوره کې د ایران د تېلو پر صادراتو د فشار زیاتولو او د دغه هېواد د تېلو عوایدو محدودولو تګلاره تعقیب کړې ده.
د «انرژي انسټیټیوټ» راپور همداراز ښيي چې له بندیزونو او اقتصادي فشارونو سره سره، د ایران د تېلو د تولید ظرفیت کم شوی نه دی او د دغه هېواد د تېلو صنعت توانېدلی چې د زیاتوالي بهیر وساتي.
په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ د تېلو بازار له ګڼو ننګونو سره مخ و، چې پکې د بیو بدلونونه، د سترو تولیدوونکو هېوادونو د تولید پالیسۍ بدلونونه او جیوپولیټیکي بدلونونه شامل دي؛ هغه عوامل چې د نړۍ د تېلو پر عرضه او تقاضا یې اغېز کړی دی.
د دې ارزونې له مخې، ایران د تېلو او ګازو د لویو زېرمو، د فارس خلیج په سیمه کې د ستراتیژیک موقعیت او د انرژۍ په بازار کې د مهم رول له امله، لا هم د نړۍ د انرژۍ په بازار کې یو مهم لوبغاړی بلل کېږي.
لیکواله:سلیمه آریایي








