TOOSnews
اعلان
د ایران چارواکي د ماهيرود په پوله کې له افغانستان څخه د وارداتو د زیاتوالي خبر ورکړ.
اقتصاديټوس نیوز

د ایران چارواکي د ماهيرود په پوله کې له افغانستان څخه د وارداتو د زیاتوالي خبر ورکړ.

۲۳ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د خراسان جنوبي ولايت چارواکو اعلان کړی چې د ماهيرود په پوله له افغانستان څخه واردات ۸۴۶ سلنه زیات شوي دي. محمدرضا هاشمي وویل چې د جګړې له پیل راهیسې د دې پولې تجارتي تبادلې وده کړې او دا یوه له فعالو تجارتي دروازو څخه د هېواد لپاره ګرځېدلې ده.

ښاغلي هاشمي د سې شنبې په ورځ په یوه ګډه ناسته کې چې د طالبانو له چارواکو سره په فراه ولایت کې ترسره شوه وویل چې د ماهیرود پوله د دواړو هېوادونو ترمنځ یوې مهمې تجارتي لارې باندې بدله شوې ده.

محمدرضا هاشمي زیاته کړه چې د ماهی‌رود-فراه لار وروسته له ۱۷ کلونو ځنډ وروسته په تېر یوه کال کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. دا لار د ایران د سوېلي خراسان ولایت پوله له فراه ولایت سره نښلوي او د ایران، افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د سوداګرۍ لپاره مهمه بلل شوې ده.

هغه وویل چې د کاري ساعتونو د زیاتوالي سره، د ماهیرود او فراه ترمنځ ورځنی تګ راتګ له زرګونو لاریو څخه اوړي. دغه ایراني چارواکي همدارنګه د ګډې پولې بازار، د افغانستان د ګمرک استازیتوب او د ګډو سوداګریزو خونو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.

د سوېلي خراسان والي وویل چې د آنلاین نوبت ورکولو سیسټم هم فعال شوی تر څو په دې لار کې اوږده انتظارونه له منځه یوسي.

هغه زیاته کړه چې د ۱۴۰۴ کال په اوږدو کې د وارداتو وده ۱۶۵ سلنه ثبت شوې او د جګړې له پیل راهیسې د ماهیرود له پولې له افغانستان څخه د وارداتو ډالري ارزښت ۴۴۱ سلنه زیات شوی دی.

لیکواله:سلیمه حکیمي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.