د ایران د فوټبال فدراسیون د ملي لوبډلې د یو شمېر غړو لپاره د ویزو نه صادرېدو له امله پر امریکا نیوکه کړې او د امریکا متحده ایالات یې په تبعیضي چلند تورن کړی دی.
دې فدراسیون په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ملي لوبډلې د اداري او مدیریتي پلاوي ځینو غړو ته ویزې نه دي ورکړل شوي، او زیاته کړې یې ده چې دا موضوع به د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) له لارې تعقیب کړي.
په اعلامیه کې راغلي چې د ملي لوبډلې د مل پلاوي د یوې برخې لپاره د ویزو نه صادرېدل د لوبډلې لپاره نابرابر شرایط رامنځته کوي او د ایران د فوټبال فدراسیون په باور، دا د ورزش په ډګر کې د سیاسي مسایلو د لاسوهنې یوه بېلګه ده.
په همدې حال کې، ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمېسیون غړي، علي خضریان، عباس عراقچي څخه په یوه لیک کې غوښتنه کړې چې د ملي لوبډلې د ۱۳ غړو لپاره د ویزو نه صادرېدو موضوع په لوړو دیپلوماټیکو کچو کې تعقیب کړي.
له دې وړاندې، په ترکیه کې د ایران سفارت د ټام باراک څرګندونو ته په اشارې ویلي وو چې یوازې لوبغاړو ته د ویزو ورکول بسنه نه کوي، ځکه اداري، اجرایي او تخنیکي سلاکاران هم د هرې ملي لوبډلې نه بېلېدونکې برخه ګڼل کېږي.
بل لوري ته، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د رسنیو د پوښتنو په ځواب کې ویلي چې ویزې یوازې د ایران د ملي لوبډلې لوبغاړو او اړینو ملګرو ته صادرې شوي دي. دغه وزارت ټینګار کړی چې امریکا به اجازه ور نه کړي چې غیرمجاز کسان د ویزو د بهیر له لارې دې هېواد ته دننه شي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د ملي لوبډلې د مل پلاوي له لسو څخه ډېر غړي د ویزو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلي دي. د دغو کسانو په منځ کې د مهدي تاج، مهدي محمدنبي او هدایت ممبیني نومونه هم شامل دي.
په همدې حال کې، د ایران د فوټبال ملي لوبډلې د شنبې په ورځ خپل روزنیز کمپ په انټالیا کې پرېښود او د مکسیکو سرحدي ښار تیخوانا ته ولاړه؛ هغه ښار چې له سنډیاګو سره ګډه پوله لري او د لوبډلې د چمتووالی به پکې ترسره شي.
د سیالیو د مهالوېش له مخې، د ایران ملي لوبډله به خپلې لومړۍ دوه لوبې د نیوزیلنډ او بلجیم پر وړاندې په سوفي سټېډیوم کې ترسره کړي، او وروسته به په سیاتل ښار کې له مصر سره هم مخامخ شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








