TOOSnews
اعلان
د ایران د تېلو وزیر: له امریکا سره د جګړې او اوربند پر مهال مو د ۱۸ میلیارده ډالرو په ارزښت تېل پلورلي دي.
اقتصاديټوس نیوز

د ایران د تېلو وزیر: له امریکا سره د جګړې او اوربند پر مهال مو د ۱۸ میلیارده ډالرو په ارزښت تېل پلورلي دي.

۵ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ایران د تېلو وزیر، محسن پاک‌نژاد، اعلان کړی چې دې هېواد متحده ایالاتو سره د جګړې او اوربند په دوره کې، ۱۸ میلیارده ډالره تېل پلورلي دي. د هغه په وینا، له دې پلور څخه ترلاسه شوی عاید په کلنۍ بودیجه کې د ایران د پیش‌بیني شوو تېلي عایداتو څه باندې ۶۰ سلنه برخه چمتو کړې ده.

د ایران د تېلو وزیر وویل د تېلو د ټانکرونو د تګ راتګ لپاره د ګواښونو کمېدو، د تېلو د صادراتو د زیاتوالي زمینه برابره کړې او د دې هېواد د خامو تېلو د ځینو زیرمو د پلورلو امکان یې هم رامنځته کړی دی. هغه زیاته کړه چې ایران د خامو تېلو او ګازو له ۱۰۰ میلیونه بوشکو ټولو زیرمو څخه، یوه برخه پلورلې ده.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د وروستیو پوځي نښتو له امله د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ ترینګلتیاوې تر اوسه دوام لري. په ورته وخت کې، د سمندري لارو د امنیت، په ځانګړې توګه د هرمز په تنګي کې چې د نړۍ د انرژۍ د لېږد یو له ترټولو مهمو لارو څخه دی، د تېلو د ټانکرونو د تګ راتګ په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.