TOOSnews
اعلان
د ګډ ترانسپورټي دهلېز تړون؛ تاجکستان او ایران به د افغانستان له لارې ونښلول شي.
اقتصاديټوس نیوز

د ګډ ترانسپورټي دهلېز تړون؛ تاجکستان او ایران به د افغانستان له لارې ونښلول شي.

۱۴ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

تاجکستان، ایران او افغانستان د ګډ ترانسپورټي دهلېز د جوړولو لپاره هوکړې ته رسېدلي دي. یاده هوکړه د ایران په مشهد ښار کې د درېیو هېوادونو د استازو تر غونډې وروسته لاسلیک شوې ده.

د تاجکستان د ترانسپورټ وزارت ویلي، دا دهلېز به د افغانستان له لارې د تاجکستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد زمینه برابره کړي.

د راپورونو له مخې، د دې لارې لومړنۍ ازمایښتي سوداګریزه جوپه به راتلونکې میاشت ولېږدول شي، څو د سرحدي، ګمرکي او ترانسپورټي چارو بهیر وارزول شي.

د دې طرحې د پلي کېدو لپاره درې‌اړخیزه کاري ډله هم جوړه شوې، چې د پروژې د پرمختګ څارنه وکړي او احتمالي ستونزې وڅېړي.

چارواکو ویلي، دا سړکیز ترانسپورټي دهلېز به په راتلونکي کې د منځنۍ اسیا نورو هېوادونو او چین ته هم وغځول شي او د سیمې د سوداګریز اتصال په پیاوړتیا کې به مهم رول ولوبوي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.