د طالبانو د پنجشېر ولایت چارواکي وایي، یوه قزاقستاني پانګوال د دغه ولایت د زمردو په کانونو کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې او ټاکل شوې چې خپل فعالیت د ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو په لومړنۍ پانګونې سره پیل کړي.
د طالبانو د معلوماتو له مخې، یاد پانګوال د پنجشېر د زمردو د استخراج او سوداګرۍ ترڅنګ د بدخشان د قیمتي ډبرو په بازار کې هم د پانګونې او سوداګریزو فعالیتونو پلان لري.
طالب چارواکي باور څرګندوي چې د بهرنیو پانګوالو دا ډول لېوالتیا کولی شي د کانونو د سکټور په پراختیا، د کاري فرصتونو په رامنځته کېدو او اقتصادي فعالیتونو کې رول ولوبوي، خو د پانګونې د عملي پیل او تړونونو د جزئیاتو په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي.
لیکوال:سعید سمیر








