TOOSnews
اعلان
قزاقستان له طالبانو سره اقتصادي اړیكې پراخوي؛ سوداګري ٣ ميليارد ډالرو ته رسوي.
اقتصاديټوس نیوز

قزاقستان له طالبانو سره اقتصادي اړیكې پراخوي؛ سوداګري ٣ ميليارد ډالرو ته رسوي.

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د کاسپین پوسټ د یوه تازه راپور له مخې، قزاقستان له طالبانو سره د رسمي تعامل او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره نوې تګلاره غوره کړې ده. راپور وايي، استانه د ۲۰۲۳ کال په ډسمبر کې د طالبانو نوم د منع شویو ډلو له نوملړ څخه وایست، په کابل کې یې د خپل سفارت فعالیتونه بېرته فعال کړل او په ۲۰۲۵ کال کې یې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکه.

د راپور له مخې، د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سیریک ژومانګارین د ۲۰۲۶ کال په جون کې د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړ او د طالبانو له رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند، د هغه له مرستیال ملا عبدالغني برادر او د کورنیو چارو له وزیر سراج‌الدین حقاني سره یې خبرې وکړې.

ویل شوي، چې قزاقستان د ۳۱۸.۸ ټنه بشري مرستو تر سپارلو وروسته له افغانستان سره د اقتصادي، طبي او ترانزیټي همکاریو د پراختیا په اړه څو هوکړې هم لاسلیک کړي دي.

د کاسپین پوسټ د معلوماتو له مخې، د افغانستان او قزاقستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري په ۲۰۲۵ کال کې ۵۴۱.۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلې او دواړو لورو ژمنه کړې چې دا کچه ۳ میلیارده ډالرو ته لوړه کړي. راپور زیاتوي، قزاقستان په کابل او هرات کې سوداګریز مرکزونه فعال کړي او خپل بازارونه یې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو پر مخ پرانیستي دي.

راپور همداراز وايي، قزاقستان د کانونو، اوبو مدیریت او رېل پټلۍ په برخو کې هم له طالبانو سره همکاري پراخه کړې ده. د شالکیا زِنک شرکت او یوه افغان ـ جرمني شریک ترمنځ د کال ۳۰ زره ټنه زِنک د پېرلو تړون هم لاسلیک شوی، چې ارزښت یې ۱۸.۸۸ میلیونه ډالره ښودل شوی دی.

د کاسپین پوسټ په وینا، قزاقستاني شرکتونه د خواف ـ هرات د اوسپنیزې کرښې د یوې برخې په جوړولو کې هم ونډه لري او تمه ده، دا پروژه به د افغانستان، ایران او سیمې ترمنځ اقتصادي او ترانزیټي اړیکې لا پیاوړې کړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.