د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۲۲۹ زره او ۵۳۶ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.
د دې وزارت په وینا، دغه انتقالات د حیرتان، اقینې، تورغونډۍ او خواف-هرات بندرونو له لارې شوي دي، چې د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې مهم پرمختګ بلل کېږي.
چارواکي زیاتوي، چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو زیاتوالی کولی شي د هېواد په اقتصادي ودې او سیمهییز اتصال کې مهم رول ولوبوي.
لیکوال:سعید سمیر








