لیکوال:سعید سمیر
د اسټرالیا د لووي انسټیټیوټ په خپل تازه راپور کې ویلي، چې افغانستان په داسې بڼه خپله معدني شتمني له لاسه ورکوي چې نه یوازې یې اصلي ارزښت نه خوندي کېږي، بلکې د هېواد اقتصادي راتلونکی هم له جدي ګواښ سره مخ کوي.
په راپور کې راغلي، د کانونو د استخراج بهیر په افغانستان کې له معیاري اصولو پرته روان دی او د شفافیت نشتوالی د دې لامل شوی چې د هېواد طبیعي زیرمې په ناسمه توګه وکارول شي. د لووي انسټیټیوټ په باور، که دا وضعیت همداسې دوام وکړي، افغانستان به د خپلو ستراتیژیکو منابعو له اوږدمهاله ګټو بې برخې شي.
راپور همداراز ټینګار کوي، چې د اغېزمنو پالیسیو، تخنیکي مدیریت او نړیوالو معیارونو نه شتون د دې سبب شوی چې د کانونو سکتور د اقتصادي ودې پر ځای، د زیان او ضایعاتو سرچینه وګرځي.








