د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د چین د شینګدائو نړیوال نندارتون مرکز د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د نندارتونونو او ګډو غونډو د جوړولو په موخه یو تفاهملیک لاسلیک کړ.
دغه تفاهملیک د تولیدي ماشینآلاتو د نړیوال نندارتون په څنډه کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د یو شمېر مسؤلینو او افغان سوداګرو په حضور کې لاسلیک شو.
د دې هوکړې له مخې، چینایي تولیدوونکي او سوداګر، په ځانګړي ډول د صنعتي ماشینآلاتو جوړونکي، به د امام ابوحنیفه په پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې ګډون وکړي او خپل وروستي ماشینونه او تجهیزات به د بازار موندنې او په افغانستان کې د اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه نندارې ته وړاندې کړي.
د دغه تفاهملیک لاسلیک د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو د اقتصادي فعالانو ترمنځ د اړیکو د پراخولو په موخه ترسره شوی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








