TOOSnews
اعلان
پاکستان: له افغانستان سره به سرحدي دروازې او ترانزیټي لارې بېرته پرانیستل شي.
اقتصاديټوس نیوز

پاکستان: له افغانستان سره به سرحدي دروازې او ترانزیټي لارې بېرته پرانیستل شي.

۱۹ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، محسن نقوي، ویلي دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ به سرحدي دروازې او ترانزیټي لارې بېرته پرانیستل شي.

پاکستاني رسنۍ «مېنټ میرر» د شنبې په ماښام، د زمري ۱۷مه، راپور ورکړی چې نقوي دا موضوع د پاکستان د سوداګریزۍ ټولنې له چارواکو او استازو سره د لیدنې پر مهال مطرح کړې ده.

د راپور له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په مشرۍ له لوړپوړو چارواکو او د سوداګریزې ټولنې له استازو سره تر غونډې وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټولو سرحدي دروازو او ترانزیټي لارو د بېرته پرانیستلو پرېکړه شوې ده.

په دې غونډه کې د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ پر وړاندې د شته خنډونو د لرې کولو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د توکو د لېږد د اسانتیا لپاره پر اړینو اقداماتو هم بحث او خبرې شوي دي.

همداراز، د افغانستان او پاکستان د اتباعو ترمنځ د قانوني سفرونو د اسانتیا موضوع هم مطرح شوې، خو د دغې رسنۍ د راپور له مخې، په دې اړه تر اوسه کومه مشخصه پرېکړه نه ده شوې.

خو د پاکستان حکومت چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د دې غونډې د پرېکړو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي دروازو او ترانزیټي لارو د بېرته پرانیستلو په اړه څرګندونې نه دي کړي.

د افغانستان او پاکستان سرحدي دروازې او ترانزیټي لارې تېر کال د طالبانو او پاکستان ترمنځ له پوځي نښتو وروسته وتړل شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر تګ راتګ او د توکو پر لېږد محدودیتونو دوام وموند.

د نښتو له زیاتېدو وروسته، دواړو لورو یو شمېر سرحدي لارې وتړلې. اوس مهال په ننګرهار کې د تورخم، په کندهار کې د سپین بولدک او په هلمند کې د بهرامچې دروازې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره پرانیستې دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.