د روسیې د لومړي وزیر مرستیال اعلان کړی چې مسکو لا هم د «ټرانس افغان» رېل پټلۍ پروژې پر مخ وړلو تمرکز لري او د دې طرحې د عملي کېدو ارزونې، په ځانګړي ډول د افغانستان د لوېدیځې لارې او د هرات ولایت له مسیر څخه، دوام لري.
الکسي اوورچوک د پنجشنبې په ورځ د سنپټرزبورګ اقتصادي غونډې پر مهال وویل چې د افغانستان له لارې د رېل پټلۍ د مسیر د جوړولو موضوع لا هم په پراخه کچه تر څېړنې لاندې ده او د سیمهییز ترانسپورټي پرمختګ له مهمو لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي.
د هغه په وینا، د ټرانس افغان پروژه یوازې د رېل پټلۍ په جوړولو نه محدودیږي، بلکې د بنسټیزو پروژو یوه ټولګه هم رانغاړي چې د انرژۍ د لېږد پایپلاینونه، ترانزیټي سړکونه او نور اړوند زیربنايي تاسیسات پکې شامل دي.
اوورچوک د «د کړکېچنو وختونو سوداګري» تر سرلیک لاندې غونډه کې ټینګار وکړ چې دغه پروژې د سیمې د هېوادونو لپاره له اقتصادي او ترانزیټي پلوه ډېر اهمیت لري، خو په ځینو سیمو کې موجود کړکېچونه او شخړې یې د پلي کېدو بهیر له ځنډ سره مخ کړی دی.
د روسیې د لومړي وزیر مرستیال زیاته کړه چې له شته ننګونو سره سره، د ترانسپورټي لارو پراختیا او د سیمهییزو لوژستیکي شبکو پیاوړتیا لا هم د اجنډا مهمه برخه ده او د دغو پروژو د پرمختګ لپاره هڅې روانې دي.
د ټرانس افغان پروژه د سیمې له مهمو پروژو څخه ګڼل کېږي چې موخه یې د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونه د جنوبي اسیا له بازارونو سره نښلول دي. د دې طرحې ملاتړي باور لري چې پلي کېدل یې کولی شي د سیمهییز ترانزیټ په برخه کې د افغانستان رول پیاوړی کړي او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا زمینه برابره کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








