TOOSnews
اعلان
طالبان: له ازبكستان سره د بانكي همكاريو د پراختيا هڅې روانې دي.
اقتصاديټوس نیوز

طالبان: له ازبكستان سره د بانكي همكاريو د پراختيا هڅې روانې دي.

۵ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک وايي، د دغه بانک لومړي مرستیال صدیق الله خالد د ازبکستان د مرکزي بانک له مرستیال ابرار میرزا اولیموف سره د بانکي همکاریو، د اړیکو د پیاوړتیا، تخنیکي همکاریو او د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د بانکي تعاملاتو د اسانتیا په اړه خبرې کړي دي.

د افغانستان بانک د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي همکاریو د پراختیا، د بانکي اړیکو د لا پیاوړتیا، د سوداګرۍ د زیاتېدونکي حجم له مخې د بانکي تعاملاتو د اغېزناک تنظیم، د تخنیکي همکاریو، د تجربو د تبادلې او نورو مالي او بانکي موضوعاتو په اړه بحث شوی دی.

صدیق الله خالد ویلي، د افغانستان بانک چمتو دی چې د مالي او بانکي همکاریو د دوام او د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو لپاره له ازبکستان سره خپلې همکارۍ لا پراخې کړي.

په ورته وخت کې د ازبکستان د مرکزي بانک مرستیال هم د بانکي اړیکو د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې هېواد یې د متقابلو همکاریو د پراختیا او د بانکي تعاملاتو د اسانتیا لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

طالبانو او ازبکستان په وروستیو کلونو کې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو ترڅنګ د بانکي همکاریو د پراخولو لپاره هم هڅې زیاتې کړي دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراخېدو له امله د بانکي اړیکو پیاوړتیا او د پیسو د لېږد اسانتیا د اقتصادي همکاریو مهمه برخه بلل کېږي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.