طالبانو اعلان کړی چې په پنجشېر او کونړ ولایتونو کې یې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور له لارې څه باندې ۱۳۳ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.
د طالبانو د معلوماتو له مخې، په پنجشېر کې ۶ زره او ۷۵۵ قیراطه زمرد د ازادې داوطلبۍ له لارې پر کورنیو سوداګرو د ۱۴ میلیونه او ۴۵۳ زره افغانیو په ارزښت پلورل شوي دي.
د پنجشېر د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، په دغه ولایت کې د قیمتي ډبرو د تثبیت شویو سیمو شمېر ۱۵۰۰ ته رسېدلی او په ډېری سیمو کې د استخراج چارې روانې دي.
بل لور ته، د کونړ د کانونو او پټرولیم ریاست ویلي چې د اسعداباد د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور په مرکز کې یې ۱۵۸۵ کیلوګرامه بېروج د ازادې داوطلبۍ له لارې د ۱۱۹ میلیونه او ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت پلورلي دي.
د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، د بېروج له پلور څخه ۱۱ میلیونه او ۹۰۰ زره افغانۍ د طالبانو د سهم په توګه دولتي بودیجې ته انتقال شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د قیمتي ډبرو له پلوه بډای هېواد بلل کېږي، خو د کانونو د استخراج، مدیریت او عوایدو د څرنګوالي په اړه تل د روڼتیا پوښتنې مطرح شوي دي.
لیکوال:سعید سمیر








