د طالبانو د کور او ښار جوړونې وزارت اعلان کړی چې د دې وزارت سرپرست، مولوي نجیبالله حیات حقاني، د هرات ولایت د اسلامکلا بندر د پراختیا تفصیلي پلان لاسلیک کړی دی.
د وزارت په وینا، په دې پلان کې د سړکونو شبکو جوړول، سوداګریزې او خدماتي ساحې، عامه تأسیسات، شنې سیمې، ترانسپورټي اسانتیاوې او د اوبو رسولو سیستم شامل دي. د دې پروګرام موخه د اسلامکلا بندر، چې د افغانستان او ایران ترمنځ یو له مهمو سوداګریزو پولو څخه ګڼل کېږي، د زیربناوو معیاري کول او د ځمکې د کارونې مدیریت ښه کول دي.
خو د طالبانو د کور او ښار جوړونې وزارت تر اوسه د دې پروژې د عملي کار د پیل نېټې، د بشپړېدو مودې او د بودجې د تأمین د څرنګوالي په اړه هېڅ جزئیات نه دي خپاره کړي.
کارپوهان وایي، د دې ډول پروژو بریالیتوب د شفاف تطبیق، اغېزمنې څارنې او د دوامدارو مالي سرچینو پر تأمین پورې تړلی دی؛ هغه موضوعات چې په وروستیو کلونو کې له بېلابېلو ننګونو سره مخامخ پاتې شوي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








