د ښځو ادبي جایزو ګټونکي د ۲۰۲۶ کال لپاره د پنجشنبې ماښام په لندن کې په یو لړ مراسمو کې اعلان شول. په دې مراسمو کې د غیرداستاني برخې جایزه د «کابل تر ټولو غوره هوټل» کتاب ته ورکړل شوه چې لیکواله یې لېز دوست ده، او د داستاني برخې جایزه د «نامهنگار» ناول ته ورکړل شوه چې ویرجینیا ایوانز لیکلی دی.
دا ادبي جایزې چې هر کال د ښځینه لیکوالانو غوره آثارو ته ورکول کېږي، د ادبیاتو په ډګر کې له مهمو او معتبرو جایزو څخه ګڼل کېږي او هر ګټونکی ۳۰ زره پونډه ترلاسه کوي. د غیرداستاني برخې مالي ملاتړ د«فایندمای پست»شرکت له خوا او د داستاني برخې ملاتړ د «اودیبل» او «بېلېز» له خوا ترسره کېږي.
لېز دوست، چې کاناډایي خبریاله او د بيبيسي د نړیوالو راپورونو لوړپوړې خبریاله ده، د خپل کتاب مفکوره یې د کابل په انټرکانټیننټل هوټل کې د خپلو تجربو او له افغانستانه د راپور ورکولو له لارې اخیستې ده.nterContinental Kabukiهوټل چې په دې کتاب کې ورته اشاره شوې، په تېرو لسیزو کې د افغانستان د مهمو سیاسي او ټولنیزو پېښو شاهد پاتې شوی دی.
د غیرداستاني برخې د داورانو مشر ټانګام دِبونیر دا اثر د غیرداستاني ادبیاتو یوه غوره بېلګه بللې چې قوي څېړنه او دقیق جوړښت لري.
په داستاني برخه کې هم د «نامهنگار» ناول د ویرجینیا ایوانز له خوا د غوره اثر په توګه وټاکل شو. دا ناول چې د دې لیکوالې لومړنی اثر دی، په لیکلې بڼه روایت شوی او د اصلي کرکټر ژوند د لیکونو د یوې ټولګې له لارې انځوروي.
د Guardian ورځپاڼې د راپور له مخې، د داستاني برخې د داورانو مشره او د اسټرالیا پخوانۍ لومړۍ وزیره جولیا ګیلارډ ویلي چې دا ناول یو نوښتګر او اغېزمن اثر دی. هغې ویلي چې لیکواله توانېدلې د ورځني ژوند واقعیتونه په ژوره او انساني بڼه وړاندې کړي.
دا مراسم په داسې حال کې ترسره شول چې افغانستان د طالبانو تر ادارې لاندې له پراخو محدودیتونو، په ځانګړي ډول د ښځو لپاره، سره مخ دی؛ هغه موضوع چې په غیرمستقیم ډول د افغانستان اړوند آثارو ته په پاملرنه کې هم انعکاس مومي.
لیکواله:سلیمه آریایي








