دمې د ۱۷مې نړيوالې غونډې «روسیه او اسلامي نړۍ» په حاشیه کې، د افغانستان او روسیې تر منځ د ګډ اقتصادي او تجارتي کمېسیون لومړۍ غونډه د تاتارستان جمهوریت د قازان په ښار کې ترسره شوه.
دغه غونډه د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر، ندا محمد ندیم په مشرۍ ترسره شوه، او په کې د روسیې د صنعت او سوداګرۍ مرستیال او د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر هم حاضر وو.
د غونډې اصلي هدف د افغانستان او روسیې تر منځ د اقتصادي، تجارتي او ترانزیټي همکاريو پراختیا او د پانګونې جذب بلل شوی دی.
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر په دې غونډه کې وویل، چې افغانستان د خپل بهرني سیاست پر بنسټ د نړیوالې ټولنې سره د متوازن او مثبت تعامل غوښتونکی دی او خپلې اړیکې د متقابل احترام او اسلامي ارزښتونو پر اساس تنظیموي. هغه ټینګار وکړ چې د روسیې سره د اړیکو پراختیا د دې سیاست یوه برخه ده.
نوموړي زیاته کړه، چې افغانستان د خپل مهم جغرافیایي موقعیت پر بنسټ کولی شي د منځنۍ اسیا، سویلي اسیا او نورو سیمو تر منځ اقتصادي مرکز وګرځي.
د هغه په وینا، افغانستان او روسیه یوه نوي پړاو ته د اړیکو د ننوتلو په حال کې دي، چې د سیاسي، اقتصادي او علمي همکاریو د پراخېدو زمینه برابروي.
له بلې خوا، الکسي ګرزوف، د روسیې د صنعت او سوداګرۍ مرستیال، هم د ګډ کمېسیون جوړول د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو د پراختیا په لاره کې مهم ګام وبللو.
د غونډې په پای کې موافقه وشوه چې د دواړو خواوو تخنیکي ټیمونه به د بېلابېلو موضوعاتو د څېړلو او د همکاریو د پرمختګ لپاره په ګډه کار وکړي.
لیکواله:سلیمه حیمي








