TOOSnews
اعلان
د ایران د جګړې او د پټرول بیو د لوړیدو له امله د برقي موټرو غوښتنه زیاته شوې ده.
اقتصاديټوس نیوز

د ایران د جګړې او د پټرول بیو د لوړیدو له امله د برقي موټرو غوښتنه زیاته شوې ده.

۸ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

لیکواله:سلیمه آریایي

د تېلو د بیې لوړیدو وروسته، چې د وروستیو تحولات او نړیوالو تناونو له کبله رامنځته شوي، په بېلابېلو هېوادونو کې د برقي موټرو غوښتنه زیاته شوې ده.

الجزیرې شبکې راپور ورکړی چې په متحده ایالاتو او چین کې، چې د نړۍ دوه لوی اقتصادي هېوادونه دي، د برقي موټرو پلور د پام وړ زیاتوالی موندلی دی.

د دې راپور له مخې، چینایي شرکتونو ویلي چې د دوی د پلور اندازه د مارچ په میاشت کې ۸۲.۶ سلنه زیاته شوې ده.

په متحده ایالاتو کې هم د برقي موټرو پلور تېره میاشت ۸۲ زره موټرو ته رسیدلی وو. دغه شمېر په تیر کال کې کموالی ښیي، خو د فبروري میاشتې په پرتله تر ۲۰٪ زیاتوالی ښیي.

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.