د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر د روسیې په کازان ښار کې اقتصادي ناستې ته تللی او هلته د افغان سوداګرېز پلاوي مشري کوي.
هغه د روسیې او افغانستان ترمنځ د ګډ اقتصادي کمیسیون په غونډه کې د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي موضوعاتو په اړه خبرې کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او ترانزیټي همکاریو پر زیاتوالي ټینګار شوی دی.
په همدې حال کې، ځینې منتقدین د طالبانو د کادري او ادارې ګومارنو په اړه اندېښنې څرګندوي او وایي چې په بېلابېلو برخو کې د مسلکي او تجربه لرونکو کسانو پر ځای داسې اشخاص نړيوالو غونډو ته لېږل کېږي چې د ادارې له اړتیاوو سره اړخ نه لګوي.
دوی زیاتوي چې دا ډول تګلاري د دې لامل شوي چې ګڼ شمېر مسلکي افغانان له کاره پاتې شي او د بېروزګارۍ له ستونزې سره مخ شي.
لیکوال:سعید سمیر








