د خوست ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی چې د اسمعیلخیل او مندوزي ولسوالیو ته د وارداتي برېښنا د انتقال بهیر پیل شوی دی. د دوی په وینا، دا پروژه د دې لپاره پلي کېږي چې خلکو ته د بریښنا لاسرسی پراخ شي او په یادو سیمو کې د بنسټیزو خدماتو وضعیت ښه شي.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، د دې پروژې د تطبیق لګښت له ۶۴ میلیونو افغانیو څخه زیات اټکل شوی، او د بشپړېدو په صورت کې به په یادو ولسوالیو کې زرګونه کورنۍ د وارداتي بریښنا تر پوښښ لاندې راشي.
محلي چارواکي وايي، د دې پروژې تطبیق کولی شي په اقتصادي وضعیت کې د پام وړ ښهوالی رامنځته کړي، د سوداګریزو فعالیتونو د آسانتیاوو لامل شي او د عامه خدماتو کچه په ټاکل شویو سیمو کې لوړه کړي.
د اسمعیلخیل او مندوزي ولسوالیو اوسېّږدونکو هم د دې پروژې پیل د زیربناوو د پراختیا په لور مهم ګام بللی او غوښتنه یې کړې چې پروژه ژر او په معیاري ډول بشپړه شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








