د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د تازه مېوو د صادرونکو د ستونزو د حل او د صادراتو د اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره به د اړوندو ادارو له استازو یوه تخنیکي کمېټه جوړه شي.
دغه وزارت ویلي، د تازه مېوو د صادراتو پر وړاندې د شته ستونزو او د صادرونکو د ملاتړ پر څرنګوالي د دوشنبې په ورځ د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه.
په غونډه کې د تازه مېوو د صادراتو پر وړاندې د خنډونو، د هغو د حل پر لارو چارو او د صادرونکو د ملاتړ په اړه بحث وشو.
نورالدین عزیزي ویلي، صادرات د طالبانو د حکومت له مهمو موضوعاتو څخه دي او باید د صادراتو پر وړاندې شته خنډونه له منځه یووړل شي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، تخنیکي کمېټه به د تازه مېوو د صادراتو د ستونزو د حل او د صادرونکو د ملاتړ لپاره یوه جامع طرحه جوړه کړي او دغه طرحه به د کابینې یوې غونډې ته وړاندې شي.
دا اقدام داسې مهال کېږي چې افغان سوداګر هر کال د تازه مېوو د صادراتو پر مهال د ترانسپورټ، ګمرکي پروسو، بازار موندنې او د محصولاتو د لېږد په برخه کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.
لیکوال:سعید سمیر








