طالبانو د ازبکستان له پولې سره نږدې په حیرتان سرحدي بندر کې د ځانګړي اقتصادي زون د جوړولو لپاره دوه زره هکټاره ځمکه ځانګړې کړې ده.
طالب چارواکو ویلي، چې دغه اقتصادي زون به د پانګونې د پروژو د پراختیا، صنعتي فعالیتونو د ودې او د سرحدي سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره وکارول شي. د دوی په خبره، دا پروژه به د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره د اسانتیاوو برابرولو او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه عملي شي.
چارواکي زیاتوي، چې حیرتان بندر د افغانستان له مهمو سوداګریزو دروازو څخه ګڼل کېږي او د ځانګړي اقتصادي زون جوړېدل به د ترانزیټ، وارداتو او صادراتو په برخه کې مهم رول ولوبوي.
تر اوسه د دغې پروژې د لګښت، د عملي کېدو د نېټې او د پانګونې د څرنګوالي په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.
لیکوال:سعید سمیر








