د امریکا د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام په خپل لومړۍ سیالۍ کې د پاراګوای ملي لوبډلې ته ۴ پر ۱ ماتې ورکړه او سیالۍ یې د یوې مهمې بریا سره پیل کړې.
دا لوبه د جمعې په ماښام د ځايي وخت له مخې د لاس انجلس په ۷۰ زره کسیز سافي لوبغالي کې ترسره شوه، او امریکا وکولای شول د غوره لوبې په وړاندې کولو سره د D ګروپ لومړني درې امتیازونه ترلاسه کړي.
امریکا ډېر ژر، د لوبې په ۷مه دقیقه کې د پاراګوای د مدافع ډامیان بوباډیا د خپل ګول په وسیله مخکښ شو او تهاجمي لوبه یې پیل کړه.
په ۲۸مه دقیقه کې فولارین بالوګان د پاراګوای جال وڅنډه، خو ریفري د صحنې له کتلو وروسته ګول د آفسایډ له امله مردود اعلان کړ. خو دغه بریدګر درې دقیقې وروسته بیا بریالی شو او دا ځل یې ګول تایید شو، چې توپیر دوه ګولو ته لوړ شو.
د امریکا فشار دوام وکړ او بالوګان په ۴۵+۴ دقیقه کې درېیم ګول هم وواهه، څو کوربه لوبډله لومړۍ نیمایي د ۳ پر صفر په برلاسۍ پای ته ورسوي.
دا لومړی ځل دی چې د امریکا ملي لوبډله په نړیوال جام کې د یوې لوبې لومړۍ نیمایي د درې ګولو په برلاسۍ پای ته رسوي.
په دویمه نیمایي کې پاراګوای هڅه وکړه چې نتیجه بدله کړي او په ۷۳مه دقیقه کې د بدیل لوبغاړي موریسیو په وسیله یو ګول جبران کړ.
سره له دې، امریکا د لوبې کنټرول په لاس کې وساته او د دویمې نیمایي په اضافي وخت کې د جیواني رینا په ګول سره څلورم ګول وواهه او خپله ۴ پر ۱ بریا یې قطعي کړه.
دا لوبه د ۲۰۲۶ نړیوال جام د پرانیستې مراسمو وروسته ترسره شوه؛ هغه مراسم چې د هنري پروګرامونو او د سیاسي، ورزشي او هنري مشهورو څېرو په حضور سره ترسره شول.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، ډیویډ بکهام، ویکتوریا بکهام، ټام کروز، بیل ګېټس، لئوناردو ډيکاپریو، کیتي پیري او جسټن ټروډو له هغو مېلمنو څخه وو چې دا لوبه یې له نږدې ولیدله.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د لوبې له پیل وړاندې د ملي لوبډلې له لوبغاړو سره په ټلیفوني اړیکه کې هغوی ته د بریا هیله څرګنده کړه او هیله یې وښوده چې امریکا د سیالیو وروستیو پړاوونو ته ورسېږي.
امریکا د ۲۰۲۶ نړیوال جام په D ګروپ کې له اسټرالیا، ترکیې او پاراګوای سره په یوه ګروپ کې ده. تر سیالیو مخکې امریکا د فیفا په درجه بندۍ کې په ۱۷م او پاراګوای په ۴۱م مقام کې و.
تر دې وړاندې، د کوربه هېوادونو نورو دوو لوبډلو هم خپلې لومړۍ لوبې ترسره کړې وې؛ مکسیکو سویلي افریقا ته ۲ پر صفر ماته ورکړه او کاناډا له بوسنیا او هرزګوینا سره ۱ پر ۱ مساوي شوه او د نړیوال جام په پایلوبه پړاو کې یې خپل لومړنی امتیاز ترلاسه کړ.
لیکواله:سلیمه آریایي








