د فولادو د صنعت د اتحادیې مسوولان وايي، په افغانستان کې د فولادو تولید په وروستیو کلونو کې د پام وړ پرمختګ کړی او اوس نه یوازې د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو وړتیا لري، بلکې د بهرنیو بازارونو لپاره د صادراتو ظرفیت هم پکې زیات شوی دی.
د دغې اتحادیې د رییس عبدالنصیر ریښتیا په وینا، دا مهال په هېواد کې د اوسپنې د ويلې کولو ۴۸ فابریکې فعالې دي چې د فولادي تولیداتو په برخه کې مهم رول لري. هغه زیاته کړه چې د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د ۱۵۰ زره ټنه ګول سېخ (Billet) د وارداتو تړون لاسلیک شوی او د لېږد بهیر یې هم پیل شوی دی.
نوموړي ویلي چې تېر کال یوازې پاکستان ته شاوخوا ۶۰ زره ټنه ګول سېخ صادر شوي، چې دا د افغان فولادي صنعت د صادراتي ظرفیت د ودې څرګندونه کوي.
د اوسپنې د ويلې کولو د ځینو فابریکو مسوولان هم ټینګار کوي چې په افغانستان کې تولیدېدونکي فولادي محصولات د نړیوالو معیارونو سره برابر کیفیت لري او په سیمهییز بازار کې سیالي کولای شي.
په همدې حال کې د بلخ ولایت د فولادي فابریکو ټولنې مسوولین وايي، په دغه ولایت کې څلور د اوسپنې د ويلې کولو فابریکې فعالې دي. د طالبانو محلي چارواکو د یوې نوې فابریکې د پرانیستې پر مهال ویلي چې افغان سوداګر دې د فولادو په سکټور کې پانګونه زیاته کړي، ځکه پخوا به فلزي کباړ بهر ته صادرېده، خو اوس د هېواد دننه ترې بېلابېل فولادي محصولات تولیدېږي.
مسوولان زیاتوي چې د فولادو صنعت پراختیا نه یوازې صنعتي وده ګړندۍ کړې، بلکې د کارموندنې او اقتصادي پرمختګ لپاره یې هم نوي فرصتونه رامنځته کړي دي.
لیکوال:سعید سمیر








