TOOSnews
اعلان
د ایران د کاسپین بندر له لارې افغانستان ته د روسیې د سون توکو ترانزیټ پیل شو.
اقتصاديټوس نیوز

د ایران د کاسپین بندر له لارې افغانستان ته د روسیې د سون توکو ترانزیټ پیل شو.

۱۰ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د انزلي د ازادې سوداګریزې سیمې د ادارې مشر، مصطفی طاعتي‌مقدم، اعلان کړی چې د روسیې څخه د ۵ زره ټنه سون‌توکو لومړنۍ جوپه د کسپین سمندر له لارې د ایران کسپین بندر ته رسېدلې ده. د هغه په وینا، دغه جوپه به د اورګاډي د شبکې له لارې افغانستان ته ترانزیټ شي.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، طاعتي‌مقدم د کسپین بندر د پراختیايي پروګرامونو په اړه وویل چې ډېر ژر به په دې بندر کې له بېړیو څخه د اورګاډي واګونونو ته د توکو د مستقیم انتقال زمینه برابره شي. د هغه په خبره، دا اقدام به د انزلي ازادې سیمې د قانوني اسانتیاوو او تشویقي امتیازونو ترڅنګ د سون‌توکو د ترانزیټ لګښتونه راکم کړي او په نړیوالو دهلېزونو کې به د ایران سیاليز توان زیات کړي.

د انزلي ازادې سیمې مشر زیاته کړه چې د دې رېل پټلۍ له بشپړې ګټې اخیستنې سره به د کسپین بندر له لارې د سون‌توکو کلنی ترانزیټي ظرفیت لوړ شي. هغه ټینګار وکړ چې دا بهیر نه یوازې د انزلي ازادې سیمې اقتصادي پراختیا ته وده ورکوي، بلکې ایران به د سیمې د یوه مهم لوجستیکي مرکز په توګه لا پیاوړی کړي.

طاعتي‌مقدم همدارنګه وویل چې د دې لارې پراختیا به د منځنۍ اسیا او اوراسیا له هېوادونو سره سوداګري اسانه کړي او د نورو توکو، لکه د پټروکیمیاوي محصولاتو او غلو دانو لپاره به د سمندري او رېل پټلۍ ګډ ترانسپورټ ته زمینه برابره کړي.

هغه زیاته کړه چې د دې لارې نښلول د ګاونډیو هېوادونو له رېل پټلۍ شبکو سره به اقتصادي فعالانو ته د لا پراخو بازارونو د لاسرسي فرصت برابر کړي او د سیمه‌ییز ترانسپورټ او سوداګرۍ په برخه کې به نوې وړتیاوې رامنځته کړي.

دغه نوی ترانزیټي مسیر په داسې حال کې پرانیستل کېږي چې د طالبانو ادارې له پاکستان سره د رامنځته شویو ترینګلتیاوو وروسته له ایران، روسیې او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره خپلې سوداګریزې اړیکې او همکارۍ پراخې کړي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.