TOOSnews
اعلان
ازبیکستان د خپل بازار د الوګانو«کچالو» د اړتیاوو د پوره کولو لپاره په بامیان ولایت کې پانګونه کوي.
اقتصاديټوس نیوز

ازبیکستان د خپل بازار د الوګانو«کچالو» د اړتیاوو د پوره کولو لپاره په بامیان ولایت کې پانګونه کوي.

۳۱ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ازبیکستان له طالبانو سره هوکړه کړې چې د خپل بازار د الوګانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره په بامیان ولایت کې پانګونه وکړي.

د ازبیکستان یو پلاوی د دغه هېواد د سوداګرۍ او صنایعو خونې د رئیس دوران وهابوف په مشرۍ د دوشنبې په ورځ، د غویي ۲۸مه، د طالبانو د بامیان والي ګل‌حیدر شفق سره خبرې کړې دي.

دواړو لورو هوکړه کړې چې ازبیکستان به شاوخوا ۴۰ ټنه هالنډي اصلاح شوي د الوګانو تخمونه بامیان ته ولېږدوي.

دغه اصلاح شوي تخمونه به نږدې په ۹۰ زره جریبه کرنیزه ځمکه کې وکرل شي.

«ازبیکستان ورځپاڼې» د خپل هېواد د پلاوي له قوله لیکلي چې په افغانستان کې د الوګانو پر کرنه پانګونه کولای شي هر کال د ازبیکستان بازار ته له ۵۰ زره تر ۳۰۰ زره ټنه پورې لوړ کیفیت او ارزانه الوګان برابر کړي.

د طالبانو د بامیان ولایت مطبوعاتي دفتر هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دا هوکړه تایید کړې ده.

په دې معامله کې به د «کلستر» ماډل پلي شي.

د دغه ماډل له مخې، ازبیکستان به د اصلاح شوو تخمونو د برابرولو ترڅنګ، د کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره عصري سړې خونې او کیمیاوي سرې جوړوي، د صادراتو زیربناوې به پراخوي، ځایي بزګرانو ته به روزنه ورکوي او نوې کرنیزه ټکنالوژي به هم برابروي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.