جاسوربېک چوریف، د اوزبکستان د ترانسپورټ وزارت مرستیال، اعلان کړی چې د ترانس-افغان اورګاډي پروژې د جوړولو لګښت د نوو ارزونو له مخې زیات شوی او ښايي له ۷ میلیاردو ډالرو واوړي. دا په داسې حال کې ده چې پخوانیو اټکلونو د دې پروژې لګښت شاوخوا ۴.۶ میلیارد ډالر ښودلی و.
انټرفاکس خبري اژانس راپور ورکړی چې ښاغلي چوریف دا څرګندونې د تاشکند د نړیوالې پانګونې فورم په څنډه کې کړې او ویلي یې دي چې د دې لویې پروژې تخنیکي او اقتصادي مطالعات به د ۲۰۲۶ کال تر پایه بشپړ شي.
د اوزبکستان د ترانسپورټ وزارت د خپرو شوو معلوماتو له مخې، د ترانس-افغان اورګاډي پروژې پلي کول لږ تر لږه ۵ کاله وخت ته اړتیا لري. د دغه هېواد چارواکي وایي چې تخنیکي ارزونې لا هم روانې دي او وروستي جزییات به د مطالعاتو له بشپړېدو وروسته څرګند شي.
د اوزبکستان د ترانسپورټ وزارت مرستیال همدارنګه د متحده عربي اماراتو او قطر له احتمالي شریکانو سره د خبرو اترو د دوام خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دا رېل لاره پاکستان کې د کراچۍ بندر ته د لاسرسي تر ټولو لنډه لار برابروي. د هغه په وینا، دا پروژه د هند د مرکزي آسیا او د ګډو خپلواکو هېوادونو له بازارونو سره د نښلولو زمینه هم برابروي.
جاسوربېک چوریف زیاته کړه چې د یوراسیا د پراختیا بانک د دې طرحې د مالي ملاتړ لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی دی. د هغه په وینا، تمه کېږي چې دا ترانزیټي دهلېز به هر کال شاوخوا ۲۰ میلیونه ټنه توکي انتقال کړي.
د اوزبکستان ولسمشر شوکت مېرضیایف هم مخکې د تاشکند په پنځم نړیوال پانګونې فورم کې د ترانس-افغان اورګاډي پروژې پر پرمختګ ټینګار کړی و. هغه ویلي وو چې هېواد یې په فعال ډول د دې ترانزیټي لارې پر پراختیا کار کوي او دا دهلېز به جنوبي سمندري بندرونو ته مستقیم لاسرسی برابر کړي.
تر دې مخکې روسیې هم د ترانس-افغان اورګاډي پروژې د پلي کېدو لپاره د خپل ګډون چمتووالی څرګند کړی و. دا پروژه د سیمهییزو نښلونکو مهمو طرحو له ډلې څخه ګڼل کېږي چې د مرکزي آسیا، افغانستان، پاکستان او د جنوبي آسیا د بازارونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانسپورټ په پراختیا کې مهم رول لوبوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








