د صنعت اوونۍ سره هممهاله، د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلینو اعلان وکړ چې د هرات د صنعتي ښارګوټي په څه باندې ۱۳۵۰ فعالو فابریکو کې شاوخوا ۱۶۵ زره کسان په کار بوخت دي. د هغوی په وینا، دغه صنعتي ښارګوټی د افغانستان له سترو تولیدي او د کارموندنې له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېږي.
مسؤلینو همدارنګه د هرات صنعتي ښارګوټی د افغانستان په لوېدیځ کې تر ټولو ستر صنعتي قطب وباله او ویې ویل چې دغه ښارګوټی د تولیدي فعالیتونو په پراختیا، د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د هېواد په اقتصادي ودې کې مهم رول لري.
د هرات په صنعتي ښارګوټي کې سلګونه فابریکې د خوراکي توکو، څښاکي موادو، ساختماني توکو، درملو، نساجۍ، پلاستیکي تولیداتو، فلزي صنایعو او نورو تولیدي برخو کې فعالیت کوي او د کورنیو او بهرنیو بازارونو لپاره بېلابېل محصولات تولیدوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








