TOOSnews
اعلان
د طالبانو ۱۳ کسیز پلاوی د اقتصادي همکاریو په اړه د خبرو لپاره بلاروس ته ولاړ.
اقتصاديټوس نیوز

د طالبانو ۱۳ کسیز پلاوی د اقتصادي همکاریو په اړه د خبرو لپاره بلاروس ته ولاړ.

۲۷ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، د یوه ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ د افغانستان او بلاروس ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د ګډ کمیسیون په دویمه غونډه کې د ګډون لپاره، د بلاروس په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر کړی دی.

د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون د راپور له مخې، دغه پلاوی د دوشنبې په ورځ، د زمري په ۲۶مه، د بلاروس پلازمېنې مینسک ته روان شوی دی. ټاکل شوې چې د افغانستان او بلاروس ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د ګډ کمیسیون غونډه د دواړو هېوادونو د استازو په ګډون ترسره شي.

په استول شوي پلاوي کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند، مالیې، بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارتونو استازي شامل دي. همدارنګه د یو شمېر دولتي شرکتونو استازي او د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت استازي هم په دغه پلاوي کې شامل دي.

ټاکل شوې چې د طالبانو د پلاوي غړي د خپل سفر پر مهال د بلاروس له چارواکو سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا، د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د نویو همکاریو د فرصتونو د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړي.

بلاروس د روسیې له نږدې متحدانو څخه ګڼل کېږي او له مسکو سره پراخې سیاسي او اقتصادي اړیکې لري. روسیه په روان کال کې یوازینی هېواد دی چې د طالبانو اداره یې په رسمي توګه په رسمیت پېژندلې ده.

دغه سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې طالبانو په وروستیو کلونو کې هڅه کړې، له بېلابېلو هېوادونو سره خپلې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې کړي او له سیمه‌ییزو او له سیمې بهر هېوادونو سره د افغانستان د اقتصادي او سوداګریزو تعاملاتو د زیاتېدو زمینه برابره کړي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.