TOOSnews
اعلان
ايران په څلورو مياشتو كې د تېلو له صادراتو ٧.۵ ميليارده ډالر ترلاسه كړي.
اقتصاديټوس نیوز

ايران په څلورو مياشتو كې د تېلو له صادراتو ٧.۵ ميليارده ډالر ترلاسه كړي.

۲۹ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ایران نیمه‌دولتي خبري اژانس «فارس» د دغه هېواد د نفتو وزارت د معلوماتو پر بنسټ راپور ورکړی چې ایران د روان لمریز کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د تېلو د پلور له لارې ۷.۵ میلیارده ډالر عاید ترلاسه کړی دی.

د راپور له مخې، له دې عوایدو ترلاسه شوي بهرني اسعار د ایران مرکزي بانک ته سپارل شوي، چې د حکومت د ارزي اړتیاوو او اقتصادي لګښتونو په پوره کولو کې ترې استفاده وشي. دغه رقم د تېر کال د همدې مودې پرتله شاوخوا یو نیم برابر زیات بلل شوی دی.

د ایران لپاره د تېلو عواید په داسې حال کې مهمه مالي سرچینه بلل کېږي چې دغه هېواد له پراخو نړیوالو بندیزونو او اقتصادي فشارونو سره مخ دی. د ایراني سرچینو په وینا، د تېلو د صادراتو دوام او د بهرنیو اسعارو ترلاسه کول د حکومت د مالي وضعیت په مدیریت کې مهم رول لري.

د فارس د راپور له مخې، د لومړیو څلورو میاشتو ترلاسه شوي عواید د حکومت د راتلونکو میاشتو د بهرنیو اسعارو د اړتیاوو د یوې پام وړ برخې د تمویل وړتیا لري.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.