TOOSnews
اعلان
افغانستان ته د قزاقستان د غلو صادرات ۵۷ سلنه زيات شوي.
اقتصاديټوس نیوز

افغانستان ته د قزاقستان د غلو صادرات ۵۷ سلنه زيات شوي.

۱۴ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د قزاقستان د کرنې وزارت ویلي چې دغه هېواد د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر څخه د ۲۰۲۶ کال د جولای تر پایه افغانستان ته ۲.۴ میلیونه ټنه غلې صادرې کړي، چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۵۷ سلنه زیاتوالی ښيي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان او د منځنۍ اسیا په بازارونو کې د غلو د تقاضا زیاتوالی د صادراتو د لوړېدو اصلي لامل بلل شوی دی.

ورته مهال، ازبکستان ته د قزاقستان د غلو صادرات ۳۶ سلنه زیات شوي او ۵.۸ میلیونه ټنو ته رسېدلي دي. قرغیزستان ته صادرات ۳۵ سلنه لوړ شوي او ۵۲۸ زره ټنو ته رسېدلي، په داسې حال کې چې ترکمنستان ته هم صادرات ۳۲ سلنه زیات شوي او ۲۲۰ زره ټنو ته رسېدلي دي.

افغانستان د قزاقستان د غلو او اوړو له مهمو واردوونکو هېوادونو څخه ګڼل کېږي، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنیزو محصولاتو سوداګریزې اړیکې په وروستیو کلونو کې پراخې شوي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.