TOOSnews
اعلان
طالبانو د اقتصاد وزير: افغانستان د نړيوالې ڼولنې دوامداره ملاتړ ته اړتيا لري.
اقتصاديټوس نیوز

طالبانو د اقتصاد وزير: افغانستان د نړيوالې ڼولنې دوامداره ملاتړ ته اړتيا لري.

۵ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي او د یوناما له مشر برونو لیمارکي سره په لیدنه کې ویلي، افغانستان د اقتصادي زیربناوو د بیارغونې، اقلیمي بدلون، پرله‌پسې وچکالیو، طبیعي پېښو، د راستنېدونکو کډوالو، فقر او بېکارۍ له امله د نړیوالې ټولنې دوامداره مرستو ته اړتیا لري.

د طالبانو د اقتصاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې حنیف له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د کارموندنې، سیمه‌ییز اقتصاد، کرنې، د اوبو د سرچینو مدیریت، انرژۍ، تخنیکي زده‌کړو او ظرفیت لوړونې پروګرامونو ته لا ډېره پاملرنه وکړي.

په ورته مهال، د یوناما استازي برونو لیمارکي ویلي چې ملګري ملتونه به په افغانستان کې د بشري او پراختیايي مرستو په برخه کې له افغانانو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. نوموړي همداراز د افغانستان د خلکو د اقتصادي او معیشتي وضعیت د ښه والي لپاره د همغږۍ پیاوړتیا، د لا ډېرو سرچینو جلب او د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.