TOOSnews
اعلان
د ايران او امريكا د احتمالي هوكړې اوازې او د سرو زرو د بيو لوړېدل.
اقتصاديټوس نیوز

د ايران او امريكا د احتمالي هوكړې اوازې او د سرو زرو د بيو لوړېدل.

۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د بلومبرګ د راپور له مخې، وروسته له هغې د سرو زرو بیه په چټکۍ سره لوړه شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې د ایران پر حکومت د پلان شویو بریدونو ځنډول او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د یوې ممکنې هوکړې هڅې روانې دي.

د راپور په وینا، د سرو زرو د هر اونس بیه په یوه مرحله کې ۳.۶ سلنه لوړه شوه، او د معاملاتو په پای کې د ۳.۴ سلنې زیاتوالي سره ۴۲۱۲ ډالرو او ۲۶ سنټو ته ورسېده. دا د تېرو څه باندې دوو میاشتو تر ټولو لوړه ورځنی زیاتوالی بلل شوی دی.

بلومبرګ زیاتوي چې د امریکایي ډالر د ارزښت کمښت او د امریکا د خزانې د اسنادو د ګټې د کچې ټیټېدل هم د سرو زرو د بیو په لوړېدو کې مهم رول لوبولی دی.

ټرمپ ویلي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې اترې د ایران د لوړو چارواکو تر کچې رسېدلې دي او امکان شته چې یوه هوکړه د همدې اوونۍ په پای کې په اروپا کې لاسلیک شي.

خو بل لور ته، د ایران دولتي فارس خبري اژانس د یوې باخبره سرچینې په حواله راپور ورکړی چې تر اوسه د اسلامي جمهوریت چارواکو له امریکا سره د کومې احتمالي هوکړې متن نه دی تایید کړی.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.